2022-01-13

د خلفاء الراشدين کتاب لوستني ستره سيالي

د خلفاء الراشدين کتاب لوستني ستره سيالي

(د زون په کچه ستره سیالي)

جايزې:

لومړی مقام ته موټرسیکل.

دوهم مقام ته کپيوټر.

دریم مقام ته موبایل.

او د دریم څخه تر لسم مقام پوري د حقوق او سیاسي علوم پوهنځی

او اقتصاد پوهنځی وړيا سکالرشيپونه.

څوک نوم لیکنه کولای سي؟

۱. د مکتب د ۱۰، ۱۱، ۱۲ صنفونو زده کوونکي یا هم فارغ زده کوونکي وي.

۲. د مدرسې د وړې دورې طالب العلمان وي یا هم د وړې دورې څخه فارغ طالب العلمان وي.

۳. د کندهار، هلمند، زابل، اروزګان، او فراه ولایتونو څخه ښځینه او نارینه زده کوونکي دواړه ګډون کولای سي.

څوک له جایزو څخه محروم کېدلای سي؟

۱. د پوهنتون محصل او یا هم نوري لوړي زده کړي ولري.

۲. د مدرسې د لويي دورې طالب العلمان وي یا هم د لويي دورې فارغ وي.

کوم کتاب ولوستل سي او له کوم کتاب څخه سوالونه راځي؟

«خلفاء الراشدین» د مولوي عنایت الله علمي صاحب لیکلي اثر، (د دوو خلفاء الراشدینو ژوند او سیرت (حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه اوحضرت عمر فاروق رضی الله عنه) د کتاب د لومړیو ۴۰۰ صفحو يعني اول ټوک څخه راځي.

د سوالونو ډول او د امتحان نېټه:

۱۰۰ څلور جوابه لیکلي سوالونه په حضوري شکل د پارچې پر مخ د خلفاء الراشدین له کتاب څخه چي د څلورو جوابونو څخه یو صحیح دی او هغه صحیح جواب په نښه کیږي. امتحان پر ۵/حوت/۱۴۰۰ نېټه د پنج شنبې په ورځ د میرویس نیکه په پوهنتون کي اخیستل کیږي.

د سیالۍ موخي:

۱. د اسلامي تاریخ او د اصلافو د ژوند سره د ځوانانو آشنايي، ۲. ځوانان مطالعې ته هڅول، ۳. د علمي سیالیو مروج کول، ۴. په ټولنه کي د نورو علمي مرکزونو ورته سیالیو ته هڅول، ۵. لوړو زده کړو ته د ځوانانو هڅول.

نوم لیکنه جریان لري

د امتحان نېټه: ۵/حوت/۱۴۰۰ پنجشنبه

يادونه: د نوم ليکني لپاره دوې قطعې عکسونه او يوه د تذکرې کاپي د ځان سره ولرئ

د امتحان په ورځ د ثبت نام کارډ له ځان سره ولرئ.

د خلفاء الراشدين کتاب لوستني ستره سيالي



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24