2022-01-17

د سازماني سلوک او انساني اړيکو تر عنوان لاندي سمينار وړاندي سو!

یاد سمينار نن شنبه د رواني میاشتي پر ۲۵مه نېټه د بشري سرچينو آمریت او مسلکي پرمختيايي مرکز په ګډه همکاري د اقتصاد پوهنځی د استاد دوکتور پوهنيار رحمت الله پښتون لخوا وړاندي سو، چي پکښي د ټولو ادارو مسؤلینو او مامورینو ګډون کړی وو.

په پرانسته کي د بشري سرچينو آمر ښاغلي سید احمدآغا شکران پر سازماني سلوکو او انساني اړیکو بحث وکړئ او د استاد پښتون یاد سمینار يې د اداري کارمندانو لپاره خورا اړین وباله.

وروسته تر هغه ښاغلي استاد پښتون د سازماني سلوک پر محتویاتو او تاریخي شالید خبري وکړې او همدارنګه يې يې پر انساني اړيکو په مفصل شکل رڼا واچول.

د سمینار په ورستۍ برخه کي ګډون کوونکو هم خپلي پوښتني د سمينار د وړاندي کوونکي استاد ښاغلي پښتون څخه وکړې چي د حل جوابونه يې ترلاسه کړل.

د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي هم اداري کارمندانو ته د بشري سرچینو آمریت په چوکاټ کي ورکشاپونه او ورته سمینارونه دایر کړل سوي دي.

د سازماني سلوک او انساني اړيکو تر عنوان لاندي سمينار وړاندي سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24