2022-10-11

د محصلینو د استازو سره مشورتي ناسته ترسره سول!

نن دوشنبه د رواني جدي میاشتي پر ۲۷مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې

په انګړ کي د علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور په مشري د محصلینو د استازو سره

مشورتي ناسته ترسره سول چي پکښي د پوهنځیو رئيسانو، آمرینو، او د ټولګیو د

محصلينو استازو ګډون کړی و.

ښاغلي ډاکټر نور لومړی د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل

او د لوړو زده کړو وزارت له لوري د نوي پریکړي په اړه يې وضاحت ورکړئ،

تر څو محصلین د تطبیق په برخه کي ورسره همکاره پاته سي.

همدارنګه د اجنډا سره سم پر یو شمېر نورو متفرقه موضوعاتو بحث وسو

او د محصلینو استازو په نوبت سره خپل نظرونه وړاندي کړل.

د یادوني وړ ده چي میروس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه وخت پر وخت د محصلینو د استازو سره مشورتي ناستي ترسره کوي تر څو پر وخت چارو ته رسيدګي سوې وي.

د محصلینو د استازو سره مشورتي ناسته ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24