2022-01-20

د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړل!

د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړل!

نن چهارشنبه د رواني جدي میاشتي پر ۲۹مه نېټه د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکوني رئیس ښاغلي شاکر الله وحیدي او ورسره مل پلاوي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه ترسره کړل.

د راغلي پلاوي سره په لیدنه کي د مؤسسې عمومي رئيس ډاکټر نقیب الله افغان، د جنوب غرب زون د خصوصي پوهنتونو د اتحاديې مرستیال ډاکټر فاروق نعیمي او اداري مسؤلینو ملتیا کول.

د لوړو زده کړو وزارت راغلي پلاوي د مؤسسې د فعالیتونو څخه خوښي ښکاره کړل او د یادي مؤسسې د هري ادارې د کارونو څخه يې د نږدې کتنه وکړل.

ښاغلي ډاکټر افغان د یاد پلاوي په راتګ خوښي وښودل

او د هر راز همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

د ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍یادوني‌ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د کیفیت د ارزوني دوهم پړاو په بریالیتوب سره بشپړ کړی او فعلا دریم پړاو ته کانديد ده.

د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي  د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړل!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24