2022-01-26

د طب پوهنځی محصلینو ته عملي کار ترسره سو!

د طب پوهنځی محصلینو ته عملي کار ترسره سو!

پرون دوشنبه د رواني میاشتي پر ۴مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی د اتم او نهم سمسټر محصلینو ته په میرویس نیکه خصوصي روغتون کي عملي کار ترسره سو.

یاد عملي کار د عمومي داخله مضمون د الټراسونډ موضوع اړوند و، چي د داخله څانګي د متخصص ډاکټر او استاد سید اکبر صمیم له لوري ورته ترسره سو، لومړی محصلینو ته لنډه تشریح ورکول سول وروسته تر هغه د ذکر سوي مضمون مربوط عملي کار ترسره سو.

د یادوني وړ ده چي یاد خصوصي روغتون د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځی د محصلینو د عملي کار لپاره ځانګړی سوی دی چي مهالویش مطابق محصلین خپلي عملي زده کړي پکښي ترسره کوي.

د طب پوهنځی محصلینو ته عملي کار ترسره سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24