2022-01-26

د ولسي مقننه شورا جوړښت او د مسؤلينو ټاکنه په تمثيلي ډول محصلينو ترسره کړل!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د سياسي علومو او نړيوالو اړیکو څانګي د دریم سمسټر محصلینو د اساسي حقوقو مضمون اړوند د استاد میراحمد رحلت په لارښوونه د ولسي مقننه شورا جوړښت او د مسؤلينو ټاکنه په تمثيلي ډول ترسره کړل.

یاد عملي او تمثيلي کار د ميرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په حقوقي کيلينک کي ترسره سو چي لومړی د استاد رحلت لخوا ورته نظري ښوونه ورکول سول ورپسې محصلينو په عملي توګه یادي چاري ترسره کړې.

د یادوني وړ ده چي د محصلينو د ظرفیت لوړوني په موخه د ترتیب سوي پلان مطابق سمینارونه، علمي بحثونه، عملي کارونه، او مناظرې ترسره سوي دي او لا هم یاده لړۍ جریان لري.

د ولسي مقننه شورا جوړښت او د مسؤلينو ټاکنه په تمثيلي ډول محصلينو ترسره کړل!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24