2022-02-02

د کیفیت تضمین د (۱۱) معیارونو او APR په اړه سمینار وړاندي سو!

د کیفیت تضمین د (۱۱) معیارونو او APR په اړه سمینار وړاندي سو!

نن چهارشنبه د رواني دلوي میاشتي پر ۶مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د کیفیت تضمین د (۱۱) معیارونو او APR په اړه سمینار وړاندي سو.

یاد سمینار د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور لخوا وړاندي سو، چي پکښي د محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځی رئيسانو او ټولو اداري کامندانو ګډون کړی و.

په سمینار کي لومړی د کیفیت تضمین د (۱۱) معیارونو د پروسې په اړه معلومات شریک

او تشریح کړل سول، ورپسې ګډنوالو خپلي پوښتني مطرح کړي چي د ډاکټر نور لخوا ورته جواب کړل سوې.

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د کیفیت تضمین دوهم پړاو په بریالیتوب سره بشپړ کړی او فعلا دریم پړاو ته کاندید ده.

د کیفیت تضمین د (۱۱) معیارونو او APR په اړه سمینار وړاندي سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24