2022-02-02

د محصلينو د مونوګراف دفاع!

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د ادارې او ډيپلوماسي څانګي د اتم سمسټر محصل ښاغلي عبدالخالق شريفي خپل د مونوګراف موضوع د جؤري هئيت په مخکي په پوره برياليتوب سره دفاع کړل.

د نوموړي محصل د مونوګراف موضوع د سردار داود خان د جمهوريت د ړنګيدو عوامل تر عنوان لاندی وه.

جؤري هئيت چي د پوهنځی د مسؤلینو او استادانو څخه ټاکل سوی پلاوی و د یاد محصل پر مونوګراف يې هر اړخیزه کتنه وکړل او په ټاکل سوي موضوع کي يې ورڅخه خپلي پوښتني وکړې چي د محصل عبدالخالق شريفي لخوا جواب کړل سوې.

د یادوني وړ ده چي د حقوقو او سياسي علومو او اقتصاد پوهنځیو محصلین د خپلي لیسانس دورې په اتم سمسټر کي پر یوې ټاکل سوي موضوع د مونوګراف په نوم څېړنه کوي او وروسته يې د جؤري هئيت په مخکي دفاع کوي.

د محصلينو د مونوګراف دفاع!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24