2022-02-02

تمثيلي محکمه ترسره سوه!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د قضا او څارنوالي څانګي د اووم سمسټر محصلینو د استاد نظر محمد نظري په لارښوونه د محکمې جوړښت او د مسؤلينو دندي يې په تمثيلي ډول ترسره کړل.

یاد عملي او تمثيلي کار د ميرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په حقوقي کيلينک کي ترسره سو چي لومړی د استاد لخوا ورته نظري ښوونه ورکول سول ورپسې محصلينو په عملي توګه یادي چاري ترسره کړې.

د یادوني وړ ده چي د محصلينو د ظرفیت لوړوني په موخه د ترتیب سوي پلان مطابق سمینارونه، علمي بحثونه، عملي کارونه، او مناظرې ترسره سوي دي او لا هم یاده لړۍ جریان لري.

تمثيلي محکمه ترسره سوه!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24