2022-02-02

موضوع: د خاوند او مېرمني تر منځ د ګډ ژوند دولس بنسټيز اساس اصلونه!

لیکنه: عبدالقادر تکین

دنده: د عامه اړيکو آمر

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د کامندانو او استادانو د مقالو برخه)

د بشر په تاریخ کي دا یو ثابت قانون دی چي د ژوند د دوام لپاره یو ګډ تړون را منځ ته کیږي چي پر بنسټ یې انسانان د ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره ژوند کوي.

اوس خبره دا ده چي د کمو اوصولو په نظر کي نیولو سره د مسؤلیت دغه پړاو را پیل کړو۔

لومړی۔ تر ټولو مهم اصل دا دی چي خاوند او میرمن په ټولو اسلامي لارښوونو او ارزښتونو ځانونه ملبس کړي.

دوهم۔ خاوند او میرمن باید په خپلو کي د بشپړ باور فضا را منځ ته کړي.

دریم۔ تعهد یا پخه اراده درلودل؛ ګډ ژوند ډیري لوړي ژوري لري او ددې ټولو پر وړاندي مبارزې ته اړتیا ده، چي دغه مبارزه د تعهد پر اساس رامنځ ته کیدلای سي.

څلرم۔ د افهام او تفهم ارتباط باید موجود وي؛ که دغه اصل موجود وي ډیر ژر هغو موخو ته رسیدلای سو چي په پلان کي مو وي.

پنځم۔ قناعت درلودل؛ ددې اصل له مخي موږ په الهي پریکړو راضایت ښیو او همداشان په اوسط ډول خپل مصارف او اړتیاوي کابو کولای سو.

شپږم۔ یو بل منل؛ په ټولو معنوي او مادي چارو کي یو د بل منل مهم ارزښت دی، که خبره په ژوند کي یو مني او نیم مني سول ژوند د تاوریخوالي لوري ته درومي، په کار دا ده چي خاوند د میرمني نظر ته احترام ولري او میرمن د خاوند نظر ته احترام ولري.

اووم۔ د زغم صفت په ځان کي ژوند روان دی، هر څه پېښېدل پکښي ممکن دی، په ټولو حالاتو کي دواړه طرفین باید یو بل ته د زغم او حوصلې صفت په ځان کي راولي.

اتم۔ روحي او جمسي روغتیا؛ په ټولنیز ژوند کي د ټولو ناخوالو په وړاندي د روحي او جسمي روغتیا لپاره اماده ګي درلودل.

نهم۔ په ځان بسیاتوب؛ د کورنۍ او ټولني د اوږو بار نه جوړیدل، په اقتصادي او ټولنیز لحاظ د ژوند هره اړتیا د یو ګډ تفاهم له مخي پوره کول.

لسم۔ اولادونو ته اولوګو غوندي جوړیدل؛ خاوند او میرمن باید د اولادونو لپاره د لومړنیو ښوونکو په څیر واوسیږي، ځکه د مور او پلار غیږه د اولاد لپاره لومړی ښوونځی دی چي په برکت یې اولادونه د یوې تلپاتي ښووني، روزني او غوره راتلوونکي سره مخ کیږي.

یولسم۔ څنګه ښه اولاد روزلای سو؛ د اولاد شتون یوه الهي ډالۍ ده، هر خاوند او میرمن د ګډ ژوند د جوړه ولو څخه وروسته د اولاد راتګ یقیني دی، دا چي اولاد نړۍ ته سترګي خلاصي کړﺉ، نو مور او پلار ته یې په کار ده چي د اولاد د روزني لپاره منظم پلان ولري، تر څو کار ځیني واخلي، که څه هم سم لاري ته هدایت الهي ورکړه ده خو د مور او پلار انساني کوښښ خورا د اهمیت وړ دی.

دولسم۔ اولادونو ته لوړ اهداف ټاکل؛ د اولادونو د ښې روزني تر څنګ د هغوي د راتلوونکي ژوند په باب مور او پلار ته لازمه ده چي ژور فکر وکړي او دوی ته لوړ اهداف وټاکي تر څو هوسا راتلوونکی ولري.

پورته دولس اصلونه د ځوانانو لپاره خورا مهم دي چي عملي

کول یې تاسي له ستونزو څخه ژغوري او د یو ښه برخلیک په ټاکلو مرسته درسره کوي.

موضوع: د خاوند او مېرمني تر منځ د ګډ ژوند دولس بنسټيز اساس اصلونه!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24