2022-02-06

د تخصص ازمويني بريالي سوي فارغان وستایل سول!

نن پنج شنبه د رواني دلوي میاشتي پر ۱۴مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د طب پوهنځی د (۱۴۰۰) هـ ش کال د تخصص ازمويني د برياليو فارغانو په وياړ ستاينغونډه ترسره سول.

په یاده غونډه کي د مؤسسې علمي مرستیال، د محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځی رئيسانو، اداري کارمندانو، استادانو، برحاله محصلینو، فارغانو او د هغوی درنو والدینو ګډون کړی و.

غونډه د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو پيل سول ورپسې د علمي مرستیال د ترسره کړي څېړني پايلي شریکي سوې او په اړه يې هر اړخیزه معلومات وړاندي سول.

وروسته د اجنډا سره سم د تخصص ازمويني د برياليو فارغانو په اړه د طب پوهنځی رئيس ښاغلي ډاکټر فضل الرحمن حاشر خپله ترتیب سوې وینا وکړل او تر څنګ يې ټولو بریالیو فارغانو ته مبارکي وویل او دا یې د ټولني لپاره په روغتیايي برخه کي یو ښه لاسته راوړنه وګڼل.

همدارنګه د فارغانو د والدینو په استازولي ښاغلي ډاکټر حماس وینا وکړل او میرویس نیکه لوړو زده مؤسسې د رهبري څخه يې مننه وکړل چي د لوړو زده کړو په برخه کي يې زمینه سازي کړې ده.

د فارغانو په استازولي ښاغلی ډاکټر محمد حسن خبرې وکړې چي د همدې غونډي د جوړیدو څخه يې خوښي څرګنده کړه او خپل بریالیتوب يې د یاد پوهنتون د استادانو زحمت او کوښښونه وبلل.

د غونډي په وروستۍ برخه کي د یادو فارغانو ستاینه د ادارې لخوا په ترتیب سوي ستاینلیک ورکولو سره وسول.

د یادوني وړ ده چي تیر کال هم د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی زیات شمیر فارغانو د تخصص د ازمویني پروسه په بریالیتوب سره بشپړ کړې وه چي فعلا په خپلو روغتیايي دندو مشغول دي.

د تخصص ازمويني بريالي سوي فارغان وستایل سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24