2022-02-12

د کندهار ولايت د عمومي‌ محبس څخه محصلینو لیدنه وکړل!

 

نن سه شنبه د رواني دلوي میاشتي پر ۱۹مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د قضاء او څارنوالي څانګي محصلینو د کندهار ولایت د عمومي محبس څخه لیدنه پر داسي مهال ترسره کړل چي د څانګو آمرینو يې ملتیا کول.

په لیدنه کي د کندهار د عمومي محبس د مسؤلینو په توسط محصلینو ته د زندان اړوند هر اړخیزه معلومات ورکړل سول.

د محبس ټول بلاکونه لکه سیاسی، جنایي، نوجوانان، اطفالو، توقیف خانه، د محبوسینو سره د خپلو اقرباوو سره د لیدني، د محبوسینو صحي برخه او د محبوسینو د صنعت په برخه کي د مسؤلینو له له لوري هر اړخیره معلومات ورکړل سول.

د یاد محبس څخه د لیدني موخه د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو ترسره کول دي تر څو نوموړي محصلین عملا په صحنه کي خپلي زده کړي عملي کړي.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د عملي زده کړو لپاره ځانګړی حقوقي کیلینک جوړ کړی او محصلین د مهالویش مطابق خپلي عملي زده کړي پکښي ترسره کوي.

د کندهار ولايت د عمومي‌ محبس څخه محصلینو لیدنه وکړل!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24