2022-02-12

د نوي کارمندانو معرفت او د اداري کارمندانو ستایغونډه ترسره سول!

نن چهارشنبه د رواني دلوي میاشتي پر ۲۰مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د نوي کارمندانو معرفت او د هغه اداري کارمندانو چي په خپله برخه کي یې نوښتونه او وړتیاوي ښودلي وې په ویاړ یې ستاینغونډه ترسره سول.

په یاده غونډه کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئیس ډاکټر نقیب الله افغان، د یادي مؤسسې مؤسس ډاکټر فاروق نعیمي، علمي مرستیال، د محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو او ټولو اداري کارمندانو ګډون کړی و.

غونډه د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو سره پیل سول،

وروسته د اجنډا سره سم عمومي رئیس ډاکټر افغان وینا وکړل او د ټولو کامندانو هڅي او فعالیتونه یې وستایل، ښاغلي افغان وویل چي زموږ هدف ټولني ته کار کول دي تر څو خپله ټولنه د لوړو زده کړو په ستر نعمت سمبال کړو.

ورپسې د بشري سرچینو آمر سید احمداغا شکران وویل چي بشري سرچینو آمریت د ټولو کارمندانو حقوقو ته ژمن دی او هغه کارمندان چي دنده یې په ښه ډول ترسره کړې وي وخت پر وخت به یې په ویاړ ستایغونډي جوړوي.

همدارنګه نوي کارمندان چي د سپورټ او ورزش کمېټې لپاره ښاغلی فیض محمد فیضي، د جنډر مدیریت لپاره یوه اناث کارمنده او د ښځینه محصلینو د مالي چارو ترسره کولو لپاره یوه اناث کارمنده معرفي کړل سول.

د غونډي په وروستۍ برخه کي د ستاینلیکونو د ویش لړۍ پیل سول چي علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، د فارغانو چارو آمر انجنیر فضل الربي قناعت او د تضمین کیفیت آمریت مدیر نور احمد بریال ته ستاینلکونه ورکول سول.

د نشراتو آمریت آمر محب الله هوتک، د مالي او اداري چارو معاونیت مدیر محمد اکرم اعظیمي او د پوهنتون ساتونکی محمد مؤسی ته د ستایني پر پاړ ستاینلیکونه او مالي امتیازات ورکول سول.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې تل هڅه کړې ده تر څو هغه اداري کارمندان، استادان او محصلین چي د ځانه يې وړتیا ښودلې وي ستاینه يې وکړي.

د نوي کارمندانو معرفت او د اداري کارمندانو ستایغونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24