2022-12-02

د اسلامي شورا غونډه ترسره سول!

نن شنبه د رواني دلوي میاشتي پر ۲۳مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د اسلامي شورا د مجلس غونډه په تمثيلي بڼه ترسره سول.

په غونډه کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال، محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځيو رئيسانو، اداري کارمندانو، استادانو او درنو محصلینو ګډون کړی و.

نوموړې غونډه د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی او نشراتو آمریت په ګډه همکاري ترتیب سوې و چي د یادي پوهنځی د سياسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګي د دریم سمسټر محصلینو له لوري د استاد میراحمد رحلت په لارښوونه وړاندي کړل سول.

د غونډي په پيل کي د قرانکریم تلاوت وسوو، ورپسې د اجنډا سره سم د پيل او ښه راغلاست وینا د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی رئيس ذبیح الله الهام وکړل.

وروسته د اسلامي شورا مجلس د شورا د رئيس لخوا رسماً پيل سو،

چي پکښي د شورا مرستیالانو، مشنیانو، د ولس استازو او نوماند وزیرانو ګډون درلود دی،

د ولس استازو ته نوماند وزیر صاحبانو خپلي ترتیب کړي برنامې وړاندي کړې

چي وروسته د وکیلانو لخوا د باور رايي ورکولو پروسه شروع سول،

د رايي ورکولو پروسې څخه وروسته د شورا د رئیس له لوري د نوماند وزیر صاحبانو پايلي اعلان کړل سوې او بریالیو وزیرانو ته د شورا په استازولي مبارکي وویل سول،

چي وروسته د شورا مجلس په دعایه سره پای ته ورسیدی.

د یاد پروګرام آرزونه د علمي مرستیال ډاکټر نورخالق نور له لوري وسول چي په نوموړي عملي کار سره یې زیاته خوښي وښودل او د داسي نورو علمي او عملي پروګرامونو د دوامداره ساتلو غوښتنه يې وکړل.

د غونډي په وروستۍ برخه کي لارښود استاد میرحمد رحلت ته علمي مرستیال

او د یاد تمثیل ترسره کولو محصلینو ته د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د رئيس لخوا ستاینلکونه ورکول سول.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د نظري زده کړو تر څنګ محصلین په عملي زده کړو هم سمبال کړي دي چي په تیره اونۍ کي د محصلینو لخوا طبي نندارتون ترسره سو.

د اسلامي شورا غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24