2022-02-16

ښاغلی فيضي د سپورټ او ورزش کمېټې د مسؤل په حيث معرفي سو!

نن یکشنبه د رواني دلوي میاشتي پر ۲۴مه نېټه ښاغلی فیض محمد فیضي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د عمومي رئيس ډاکټر نقیب الله افغان له لوري د سپورټ او ورزش کمېټې د مسؤل په صفت اداري کارکوونکو ته معرفي کړل سو؛ په ياد معرفت کي علمي مرستیال، د محصلانو چارو مرستيال، د پوهنځیو رئیسانو، د بشري سرچینو آمر او اداري مسؤلینو حضور درلود دی.

په معرفت غونډه کي ښاغلي ډاکټر نقیب الله افغان د ورزش برخه د ځوانانو لپاره مهمه وبلل وروسته یې فیضي صاحب ته د نوي دندي مبارکي وویل او په کارونو کي یې د بریالیتوب هیله ورته وښودل.

فیضي صاحب د رهبري او ټولو اداري همکارانو څخه مننه وکړل چي پر دوی يې باور وکړ او دا دروند مسؤلیت يې ورته وسپارئ همدارنګه هیله وکړل چي په کارونو کي به ورسره همکاره پاتیږي تر څو د مؤسسې ټاکل سوي اهداف په ښه ډول ترلاسه کړي.

د یادوني‌ وړ ده چي ښاغلی فیضي صاحب د افغانستان په کچه د سپورټ په برخه کي ښه ځلیدلی دی او په جنوب زون کي د فټبال د برخي روزنکی هم پاته سوی دی.

ښاغلی فيضي د سپورټ او ورزش کمېټې د مسؤل په حيث معرفي سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24