2022-02-16

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د استادانو غونډه ترسره سول!

پرون یکشنبه د رواني دلوي میاشتي پر ۲۴ مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د رئیس ښاغلي ذبیح الله الهام په مشري د استادانو غونډه ترسره سول چي پکښي د یادي پوهنځی د څانګو آمرینو او ټولو استادانو ګډون درلود دی.

د غونډي په پيل کي لومړی د تیري غونډي موضوعاتو ته لنډه کتنه وسول،

ښاغلي الهام د پوهنځی د استادانو د هڅو څخه ستاینه وکړل

ورپسې د اجنډا سره سم د سمسټر پر نهايي ازموینو بحث وسوو،

تر څو د ازموینو پروسه د ازمویني د کمېټې سره په همکاري تر پوره نظارت لاندي

په شفاف ډول ترسره سي.

همدارنګه ښاغلي الهام د پوهنځی د کمېټو د مسؤلینو څخه وغوښتل چي د چارو د لاښه تعقیب په موخه دي خپلي چاري ګړندۍ کړي، تر څو د محصلینو پر ظرفیت لوړونه لا هم نور کار سوی وي.

د غونډي په وروستۍ برخه کي استادانو خپلي ستونزي شريکي کړې چي د پوهنځی د رئیس الهام صاحب لخوا يې د حل په موخه پوره ډاډ ورکول سو.

د یادوني وړ ده چي هره پوهنځی د خپل پلان مطابق د استادانو سره غونډي ترسره کوي تر څو چارو ته پر وخت رسيدګي سوې وي.

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د استادانو غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24