2022-02-16

د محصلينو د مونوګراف دفاع!

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د ادارې او ډيپلوماسي څانګي د اتم سمسټر محصل ښاغلي محمد اشرف رفیقي خپل د مونوګراف موضوع د جؤري هئيت په مخکي په پوره برياليتوب سره دفاع کړل.

د نوموړي محصل د مونوګراف موضوع د کندهار ښار د چاپیریال ساتني عمومي ستونزو تر عنوان لاندي وه.

جؤري هئيت چي د پوهنځی د مسؤلینو او استادانو څخه ټاکل سوی پلاوی و د یاد محصل پر مونوګراف يې هر اړخیزه کتنه وکړل او په ټاکل سوي موضوع کي يې ورڅخه خپلي پوښتني وکړې چي د محصل محمد اشرف لخوا جواب کړل سوې.

د یادوني وړ ده چي د حقوقو او سياسي علومو او اقتصاد پوهنځیو محصلین د خپلي لیسانس دورې په اتم سمسټر کي پر یوې ټاکل سوي موضوع د مونوګراف په نوم څېړنه کوي او وروسته يې د جؤري هئيت په مخکي دفاع کوي.

د محصلينو د مونوګراف دفاع!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24