2022-02-22

د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره سول!

پرون شنبه د دلوي میاشتي پر ۳۰مه نېټه د ميرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د علمي شورا نوبتي غونډه د علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور په مشري ترسره سول، چي پکښي د یادي شورا غړو ګډون کړی و.

په پيل کي علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور د تیري علمي شورا موضوعاتو

ته لنډه کتنه وکړل.

وروسته د اجنډا سره سم د طب پوهنځی د فارغ محصلینو د اګزيټ ازموينو پر کورس خبرې وسوې تر څو د پلان سره سم يې چاري تعقیب سي.

ورپسې د پوهنځیو د نهايي ازموينو پر لړۍ بحث وسو تر څو یاده پروسه د ازموینو کمېټې تر نظارت لاندي په پوره شفاف ډول بشپړ سي.

همدارنګه د پوهنتون د نوي ډيټابيس د قرارداد په اړه خبري وسوې،

د علمي شورا په لړ کي د اجنډا سره سم پر یو شمېر نورو متفرقه

موضوعاتو باندي هم بحثونه او خبرې وسوې.

د یادوني وړ ده چي د هري میاشتي په وروستۍ نېټه علمي شورا ترسره کیږي

او د پوهنتون په کچه تصامیم پکښي نیول کیږي.

د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24