2022-02-22

د مورنۍ ژبي نړيواله ورځ ولمانځل سول!

نن دوشنبه د رواني حوت میاشتي پر دوهمه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د یادي مؤسسې د فرهنګي کمېټې له لوري د مورنۍ ژبي نړيوالي ورځي لمانځغونډه ترسره سول.

په یاده غونډه کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال، د پوهنځیو رئيسانو، استادانو، اداري کارمندانو او محصلینو ګډون کړی و.

غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پيل سول چي د ښه راغلاست وینا علمي مرستیال ښاغلي ډاکټر نورخالق نور وکړل او د یادي ورځي پر ارزښت يې هم خبري وکړې.

ورپسې د پوهنځيو د رئيسانو په استازولي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي رئيس ښاغلي ذبیح الله الهام وینا وکړ او ترڅنګ يې د استادانو د هغه کتابونو یادونه وکړل چي د میروس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې له لوري چاپ او لوستونکو ته د مطالعې لپاره په واک کي ورکول سوي دي.

د ا اقتصاد پوهنځی د استادانو په استازولي استاد محمد حنیف مبین وینا وکړل او د ژبي پر تاريخي شالید يې بحث وکړ.

همدارنګه د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د استادانو په استازولي استاد نورعلي څرګند وینا وکړل او د ژبي د ژوندۍ ساتلو په موخه يې د ټولو څخه غوښتنه وکړل تر څو خپلي لیکني د کتاب په بڼه چاپ او تر لوستونکو پوري ورسوي.

د محصلینو په استازولي ښاغلي عبدالحنان ژبي ته ځانګړی سوی شعر

د غونډي د ګډونوالو سره شریک کړ.

د مورنۍ ژبي نړيواله ورځ د یونیسکو سازمان لخوا په ۱۹۹۹م کال د نومبر پر ۱۷مه نېټه اعلان کړل سو چي لومړنۍ لمانځنه يې د ۲۰۰۰ م کال د فبروري په ۲۱مه نېټه ترسره سول.

د یادي غونډي په ورستۍ برخه کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې له لوري هغه استادانو ته چي د کتاب لیکوالان پاته سوي دي ورته ترتیب سوي معنوي ډالۍ ورکول سوې.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې تر دا مهاله د استادانو ۳۱ ټوکه حقوقي، اداري، اقتصادي او د طب په برخه کي کتابونه چاپ کړي دي چي فعلا محصلین ورڅخه د مطالعې لپاره استفاده کوي.

د مورنۍ ژبي نړيواله ورځ ولمانځل سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24