2022-02-23

موضوع: حکومت او په نړیواله سطحه د حکومت رسمیت پیږندنه

ليکنه: عبدالحنان مبارز

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصل

ميرويس نيکه لوړو زده کړو موسسه

(د محصلينو د مقالو برخه)

په عموم کی ویلای سو چی حکومت د دولت د څلورو عناصرو څخه یو هم حکومت دی، حکومت د ټولنیز ژوند د رامنځته کیدو سره یو ځای رامنځته سوی دئ، انسان په خودسري سره ژوند نه سي کولاي، یو داسي، سیستم، اداره، او یا ارګان ته ضرورت دي، چي د افرادو حقوق په مساوي او عادلانه توګه تر هغوي پوري ور ورسوي، نو د حکومت د رامنځته کیدو ضرورت پیدا سو او د دولت له عناصرو څخه مهم عنصر وګڼل سو، دا کړنه په ۱۶۴۸ز کال د مذهبي جګړو تر ختمیدو او د ویستفالیا د سولي تر تړون وروسته ترسره سول او حکومتونه منځته راغلل، او حکومت ته داسي تعریف ورکول سو.

حکومت د دري ګونو قواوو لکه مقینینه قوه، اجرایه قوه، او قضایه قوي، او وزیرانو څخه عبارت دي.

د حکومت مختلیفي وظیفي او وجایب لري چي په افغانستان کي د حکومت د وجایبو ډول د اساسي قانوند ۷۵ مادي پر اساس داسي بیانوو.

۷۵ ماده لومړي فقره(ددي اساسي قانون او نورو قوانینو د احکامو او د محکمو د قطعی پریکړو عملي کول)

دوهمه فقره(د خپلواکۍ ساتل، له ځمکنې بشپړتیا څخه د دفاع او په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د حیثیت او ګټو ساتل)

دریمه فقره( د عامه نظم ساتل او امن ټینګول او د هر راز اداري فساد له منځه وړل)

څلورمه فقره(د بودجې ترتیبول، د دولت د مالي وضعې تنظیمول او د عامه شتمنۍ ساتل)

پنځمه فقره (د ټولنیزو، فرهنګي، اقتصادي، او تکنالوژیکي پرمختیایي پروګرامونه طرح او تطبیق)

ښپږمه فقره (ملي شوری ته د مالي کال په پای کی د سرته رسیدلو چارو او د نوي مالي کال مهمو پروګرامونو په باب ګزارش ورکول)

اوومه فقره (د هغو نورو وظیفو ترسره کول چې ددې اساسي قانون او نورو قوانینو له مخې د حکومت له وظیفو څخه ګڼل شويدي)

په نړیواله سطحه د هیوادونو او حکومتونو لپاره مختلیف قوانین رامځته سوي دي، چي هر هیواد هغه قوانینو ته په رعایت کولو مکلف دي، که چيري یو حکومت غواړي چي نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي او نړیوال هیوادونو، سازمانونه، او دولتونه یي په رسمیت وپیږني او په ټولو نړیوالو سازمانو کي ګډون ولري، لاندي شرايط باید پوره کړي.

لومړي ملي اقتدار(مشروعیت)

د یو حکومت لپاره تر ټولو مهم اړخ دادي چي باید د خلګو رضایت موجود وي، حاکم حکومت، کابینه او تګلاره یي باید افرادو ته د منلو وړ وي

دوهم حاکمیت.

که چيري یو حکومت غواړي چي نړیوال مشروعیت او رسمیت تر لاسه کړي، باید پوره حاکمیت ولري او د ټول هیواد نظامي سیاسي او ملکي کنټرول ولري، او ټول سرحدونه په خپل کنترول ولري، هیڅ هیواد او ډله باید د هیواد پر هیڅ قلمرو هر ډول حاکمیت ونه لري.

دریم اوږد محاله او باسباته حکومت.

د نړیوالتوب او مشروعیت لپاره یو بل شرط دادي چي حکومت به د لنډ مهال لپاره نه وي او په هیواد کي د موجوده قومونو او ښځو په شمول، به افراد د حکومت په راس کي موجود وي.

څلورم نړیوالي او ملي ژمني پلي کول

یو بل شرط یي دادي چي د نړیوالو سازمانو او دولتونو سره پر خپلو تفاهمو او ژمنو صادقانه عمل وکړي او کومي ژمني چي په ملي او نړیواله سطحه سوي وي باید د عمل جامه ورواغستل سي.

موضوع: حکومت او په نړیواله سطحه د حکومت رسمیت پیږندنه



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24