2022-02-27

د ازموينو کمېټې میاشتنۍ غونډه ترسره سول!

نن چهارشبنه د رواني حوت میاشتي پر ۴مه نېټه د میرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د امتحاناتو کمېټې غونډه د عمومي رئيس ډاکټر نقیب الله افغان په مشري ترسره سول.

په یاده غونډه کي د امتحاناتو کمېټې مسؤل، علمي مرستیال، پوهنځی رئيسانو او د کمېټې ټولو غړو ګډون درلود دی.

لومړی د اجنډا سره تیري غونډي ته لنډه کتنه وسول ورپسې د سمسټر د نهايي ازموينو پر روان حالت بحث وسو او د پوهنځی رئيسانو د یادي پروسې په اړه خپل معلومات شریک کړل.

همدارنګه د ۲۲مي دورې د نوي کانکور پر ازموينه بحث وسوو چي د يادي پروسې د تطبیق پلان شریک او تاید کړل سو.

په غونډي کي پر یو لړ نورو متفرقه موضوعاتو بحثونه وسول او وروسته غونډه په دعایه سره پای ته ورسېدل.

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د نوي راتلونکي کانکور لپاره د ۱۴۰۱ کال د حمل میاشتي پنځمه نېټه وټاکل سول.

د ازموينو کمېټې میاشتنۍ غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24