2022-02-27

د لوړو زده کړو وزير د خصوصي پوهنتونو د مسؤلينو سره وکتل!

نن پنجشنبه د رواني حوت میاشتي پر پنځمه نېټه د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير مولوي عبد الباقي حقاني کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کي د خصوصي پوهنتونو د مسؤلینو سره وکتل.

په په یاده ليدنه کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په استازیتوب علمي مرستیال ډاکټر نورخالق نور او د اقتصاد پوهنځی رئیس محمدواسع صدیقي، د ملالۍ، سبا، بینوا، لمر لوړو زده کړو مؤسساتو استازو او د کندهار پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال انجينېر محمد ناصر نېکزاد ګډون کړی وو.

ښاغلي وزیر د خصوصي پوهنتونو د ترسره کړو فعالیتونو ستاینه وکړل او په ټولنه کي يې لوړي زده کړي د هر فرد او شخص لپاره ارزښت لرونکي يادي کړې.

ورپسې د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال د هیواد د لوړو زده کړو متوازن، تل او هراړخیز پرمختګ، د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو نهادونو ترمنځ د ښو اړیکو، استادانو د تقرر او ظرفیت لوړوني په اړه د سمون غوښتنه وکړل.

چي د لوړو زده کړو وزير د خصوصي پوهنتونو مسؤلینو ته پوره ډاډ ورکړ

او د لوړو زده کړو په برخه کي يې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړل.

همدارنګه په غونډه کي پر یو لړ نورو متفرقه موضوعاتو بحثونه وسول چي وروسته

غونډه د دعاء په ويلو سره پای ته ورسيدل.

د لوړو زده کړو وزير د خصوصي پوهنتونو د مسؤلينو سره وکتل!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24