2022-03-03

نن میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د افغانستان فوټبال د ملي فدراسيون لوی رئيس او د ولایتونو د فدراسيونونو استازو کوربتوب درلود دی!

نن میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د افغانستان فوټبال د ملي فدراسيون لوی رئيس او د ولایتونو د فدراسيونونو استازو کوربتوب درلود دی!

نن پنج شنبه د رواني حوت میاشتي پر ۱۲مه نېته د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د ورزش او سپورټ کمېټې له طریقه یوه شانداره غونډه ترسره سول.

په غونډه کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئيس ډاکټر نقیب الله افغان، د یادي مؤسسې مؤسس ډاکټر فاروق نعیمي، د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون لوی رئیس محمدیوسف کارګر، د کندهار فوټبال فدراسیون رئيس حاجي نصیر رحماني، د ولایتونو د فوټبال فدراسیونونو استازو، اداري کارمندانو او د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د فوټبال ټیم لوبغاړو ګډون کړی و.

غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پیل سول او ورپسې د پیل او ښه راغلاست وینا عمومي رئيس ډاکټر نقیب الله افغان وکړل چي ورزشکاران يې د سولي سفیران یاد کړل او تر څنګ يې هر ډول ورزش د انسان لپاره مفید وګڼئ.

ورپسې د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمدیوسف کارګر وینا وکړل او د میرویس نیکه لوړو زده کړو څخه يې ځانګړې مننه وکړل چي د علمي چارو تر څنګ د ځوانانو سره د ورزش په برخه کي همکاره پاته سوی دی.

د اجنډا سره سم د مؤسسې علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور د پوهنتون پر سوي فعالیتونو رڼا واچول.

د ویناو د برخي څخه وروسته عمومي رئيس ډاکټر نقیب الله افغان کارګر صاحب ته د افغانستان د ملي ټیم ټولو لوبغاړو ته د لوړو زده کړو په برخه کي وړیا سکالرشیفونه د تفاهم لیک په لاسلیک کولو سره ورکړل.

همدار راز يې د افغانستان کرکیټ ملي ټیم ځوان لوبغاړی بلال احمد ترین ته د ښه لوبېدلو په ویاړ اوارډ او ستاینلیک ډالۍ کړ او ترڅنګ يې د لوړو زده کړو په برخه وړیا سکالرشیف ورته ورکړ.

د فدارسیون د لوی رئيس کارګر صاحب لخوا د منندوۍ پر پار د FIFA نښان ډاکټر صاحب افغان، ډاکټر صاحب نعیمي او فیضي صاحب ته ورکول سو.

د غونډي په ورستۍ برخه کي ښاغلي کارګر صاحب او رحماني صاحب ته د پوهنتون لخوا ترتیب سوي ستاینلیکونه ورکول سول او تر څنګ د اعزاز بګړۍ ور پر سر کړل سوې د ولایتي فدارسیون ټولو راغلو استازو ته هم ځانګړي ترتیب سوي تحفې ورکول سوې.

وروسته غونډه د دعاء په کولو سره پای ته ورسېدل.

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه د علمي فعالیتونو تر څنګ په ورزشي او سپورټي برخه کي هم د ځوانان پر ظرفیت لوړونه کار کوي.

نن میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د افغانستان فوټبال د ملي فدراسيون لوی رئيس او د ولایتونو د فدراسيونونو استازو کوربتوب درلود دی!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24