2022-03-06

موضوع: سیمه اییز امنیت

ليکنه: بصیر احمد نعیمي

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصل

ميرويس نيکه لوړو زده کړو موسسه

(د محصلينو د مقالو برخه)

په سیمه اییزه سطحه هیوادونه په مشترک ډول دبېلابېلو تهدیدونو لخوا ورته خطر پيښېږي.

نو په سیمه کښي دولتونه ناچاره دي چې دخپل امنیت دټینګښت لپاره دنورو هیوادونو سره یو قرارداد او تړون امضأ کړي او ګډ خطر په ګډه توګه په ټولو سره دمینځه یوسي.

سیمه څه ته وایي؟

دلته سیمه په دي معنا چې هیوادونه په جغرافیایي ډول یوبل سره نږدې پراته وي دسیمه ایز امنیت د راوستلو په پار دري نظریات دعلماوو لخوا وړاندي سوي دي چي لنډ بحث به پر وکړو.

لومړی نظریه ریالیزم:

ددي مکتب پيروان دسیمه ایز امنیت په مورد خوشبینه نه دي دوی دلایل وړاندې کوي

1- په نړیوال نظام کښي بي نظمي موجود ده او په هیچا باور نسته

2- دولتونو ته ملي منافع مهمي دي نه دنورو دولتونو ګټې او همکاري

ریالستان په نظامي بعد او مادیاتو باندې زیات پوکس کوي ترڅو سیمه ایز امنیت رامینځته ســي.

دوهمه نظریه نیو لیبرالیستان:

د دي مکتب پيروان وایي چې بنسټونه او نهادونه دنړیوالو ستونزو دحل او فصل دپاره سره یو ځای کېږي دوی دسیمه ایز امنیت دراوستلو دپاره پرسیاسي او اقتصادي بعد ډېره تکیه کوي.

دریمه نظریه کنسټرک ټيویزم:

دوی وایي چي منتها یوازي مادي مسایل مهم نه دي

بلکي عتمادونه او باورنه هم زیات رول لري هدف دادی چي دوی له مادیاتو سره سره چي دولتونو یو بل سره لري په ټولنیزو باورونو او اړیکو هم زیات ټينګار کوي وای که چېرې دهیوادونو ترمینځ باور او اعتماد وجود ولري بیا دسیمه ایز امنیت خوندي کیدل ستونز من کار نه دی.

موضوع: سیمه اییز امنیت



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24