2022-03-10

د کتاب لوستني کلتور را ژوندي کولو په موخه د ښار په عامه ځایونو کي کوچني کتابتونه جوړ او ګټي اخيستني ته وسپارل سول!

پرون سه شنبه د رواني حوت میاشتي پر ۱۷مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې له لوري د کندهار ښار په عامه ځایونو کي د مطالعې کولو ځانګړي کتابتونونه جوړ او ګټي اخيستني ته وسپارل سول.

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د عمومي رئيس ډاکټر نقیب افغان په لارښوونه یاد کتابتونونه ترتیب سوي تر څو په ټولنه کي مو د مطالعې کولو دود لا هم قوي سوی وي.

د یادي لړۍ په اړه د پوهنتون د کتابتون مسؤل ښاغلي صديق الله افغان وویل چي د کندهار ولایت په عامه ځایونو لکه روغتون، سوپر مارکیټ، رسټورانټ، سلمانۍ او داسي نورو مهمو ځایونو کي يې یاد کتابتونونه جوړ کړل چي په ذکر سوي ځایونو کي خلګ زیات او د وخت څخه په استفاده مطالعه هم ښه کېدای سي.

د کندهار ښاریانو د دې اقدام ستاینه وکړل او هیله یې وښودل

چي د دې پروسې په لا بډاینه کي باید هیوادوال مرسته وکړﺉ تر څو ټولنه مو د کتاب لوستني د فرهنګ سره آشنا سوې وي.

د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي هم میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د ټولني د سرسبزۍ، د ناچاره خلګو د لاسنيوي، اړمنو ته په لوړه فیصدي د زده کړو فرصت او یو شمېر نوري خیریه کړني ترسره کړي دي.

د کتاب لوستني کلتور را ژوندي کولو په موخه د ښار په عامه  ځایونو کي کوچني کتابتونه جوړ او ګټي اخيستني ته وسپارل سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24