2022-03-10

موضوع: د ونو او بوټو ګټي د اسلام او طبیعت له نظره

ليکنه: فضل الرحيم شرافت

د نيـــــال ايښودلـــــــو ګډ کمپـــــايـــــن

ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسه

ونې او نباتات د اکسیجن په چمتو کولو کی مهم رول لري . ونی سوځل شوي ګاز (کاربن اکسايډ ) ځان ته کشوي او په بدل کي یې د انسانانو لپاره تازه اکسیجن چمتو کوي. او همدا رنګه وني د هوا په صفا کولو کی مهم رول لري .

د ونو ګټي یوازي د انسان لپاره هم نه دي بلکی له حیوانه تر مرغانو يې ټولو ته فایده رسیږي حیوان هم خپله ګیډه ځني مړوي او هم یي د سيوري څخه کار اخلي .مرغان هم خپلي ځالي په کي جوړوي او خوراک تری کوي . انسانان هم د سون لپاره لرګي لاسته راوړي او هم د کورونو په جوړولو کي تري ګټه اخلي.

د مسند احمد حدیث دی:

ام مبشر ویل چي رسول الله ص وویل : که چا نهال کيښود یا یي کښت وکړئ بیا که انسان ، ځناور ، حیوان یا هم مرغه خوراک ترې وکړي : د هغي لپاره صدقه ده.

د مسلم حدیث دي:

جابر رض ویل چې رسول الله ص وویل : هيڅ مسلمان نهال نه ږدي مګر چي هر څه ځني خوړل کيږي هغه يې صدقه ده څه چی تري غلا کیږي هغه یې صدقه ده، څه چي ځناور خوري دا يې صدقه ده، څه چي مرغان تري خوري هغه یې صدقه ده او هیڅوک کمول نه ترې کوي مګر د ده لپاره به صدقه وي.

د بخاري شریف حدیث دي.

انس بن مالک رض روایت کړي دي چی رسول الله ص ويل : هیڅ مسلمان نیالګي نه ږدي چی بیا انسان او حیوان ترې خوراک وکړي مګر ده ته به هغه صدقه وي.

د ونو او ځنګلونو ګټې:

۱- وني او ځنګلونه د حیواناتو د پایښت ، زیاتوب او خوندیتوب لپاره ډیره ګټه لري.

۲- د ونو د يو شمير موادو څخه طب پوهان په طبي درملو کې کار اخلي.

۳- د انسانانو لپاره د سون توکې برابره وي.

۴- د ودانیو په جوړولو کې ترې ګټه اخیستل کيږي.

۴- وني او څنګلونه د سیمې د هوا په بدلون کي مهمه ونډه لري.

۵- د ونو له پاڼو د اوبو بخارات هواته وزي نو په هوا کې د لندوالې او نم تناسب ساتي او هوا نه خوشکیږي . همدا بخارات چي لوړ ولاړ شي نو د وریځو په جوړولو کي مرسته کوي او د باران امکان زیاتوي.

۶- که چیري په یوه سیمه کي څنګلونه شتون ونه لري نو د باران تيزي اوبه ځمکه ورسره وړي او د موجوده غذايی موادو څخه هم ځمکه بي برخي کوي.

۷- که چیري په یوه سیمه کي څنګلونه شتون و لري نو د سیلابي اوبو په وړاندي د ونو ريښې ځمکه ټینګوي او د همدي ريشو او د ځنګل په برکت د اوبو د څپو مخنیوي کوي او خلک یي له شره خوندې کيږي .

۸- که چیري په یوه سیمه کي څنګلونه شتون و لري نو چټک بادونه هم ځمکي ته زیان نه رسوي.

۹- پوهان وايې چي يوه پنځه کلنه ونه د (25) کسانو اکسیجن تولیده وي.

۱۰- څنګلونه په غرونو، غونډیو او ځنګلي علاقو واوري ژر ولیدوته نه پريږدي ځمکه لنده ساتي.

۱۱- وني او ځنګلونه طبیعي مناظر دي چی پر انساني فطرت ښه لګیږي انسان د باغونو ، ونو او ځنګلونو په لیدلو د خوښۍ احساس کوي.

۱۲- کله چي خسته شي او په خپل چاپیریال کي د دیغت احساس وکړي نو د باغ یا ځنګل لور ته وزي او هلته خپله خستګي او ذهني ستوماني لري کوي او د طبیعي منظرو په لیدلو خپل نارمل حالت ته راګرځي . داکتران عصبی ناروغانو ته توصیه کوي چي د باغونو او ونو لور ته وزي او خپل طبیعت نارمل وساتي.

موضوع: د ونو او بوټو ګټي د اسلام او طبیعت له نظره



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24