2022-03-14

د میرویس نیکه خصوصي روغتون سرطبیب معرفي کړل سو!

نن شنبه د رواني حوت میاشتي پر (۲۱)مه نېټه ډاکټر صاحب خان مصطفی د میرویس نیکه خصوصي روغتون د سرطبیب په حيث د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د علمي مرستیال ډاکټر نورخالق نور او د یاد روغتون رئيس ډاکټر حمکران نوابي له لوري ډاکټر صاحبانو او اداري کارکوونکو ته ور وپېژندل سو.

په پیل کي د پوهنتون علمي مرستیال د مخکني سرطبیب د هڅو ستاینه وکړل او نوي سرطبیب ډاکټر مصطفی ته یې په چارو کي د بریالیتوب هیله وښودل.

د روغتون نوي معرفي سوي ډاکټر مصطفی د ښاغلي ډاکټر افغان او راغلي پلاوي څخه ځانګړې مننه وکړل چي ورباندي باور یې وکړ او دغه ستر مسؤلیت یې ور په غاړه کړ.

د یادوني وړ ده چي ښاغلی ډاګټر صاحب خان مصطفی د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی استاد او د جراحي څانګي آمر هم پاته سوی دی.

د میرویس نیکه خصوصي روغتون سرطبیب معرفي کړل سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24