2022-03-24

د وزارت څخه راغلي پلاوي د میرویس نیکه خصوصي روغتون څخه لیدنه وکړل!

نن دوشنبه د رواني حوت میاشتي پر ۲۳مه نېټه د لوړو زده کړو وزارت د داخلي تفتیش ریاست پلاوي چي مشري يې ښاغلي مولوي عبدالولي عابد کول د میرویس نیکه خصوصي روغتون څخه لیدنه ترسره کړل.

ښاغلي عابد د میرویس نیکه خصوصي روغتون د لیدني پر مهال خوښي وښودل چي په کندهار ولايت کي د محصلینو د عملي زده کړو د ترسره کولو لپاره یو مجهز او ځانګړی روغتون شتون لري.

یاد پلاوي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې او د یاد روغتون د مسؤلینو د دې اقدام د ستایني تر څنګ وویل که چیري هر نهاد په خپله برخه کي محصلینو ته داسي میعاري اسانتیاوي برابري کړي، نو ليري نه ده چي داخلي مریضان مو خارج هیوادنو ته د درملني په موخه د سفر کولو څخه ډډه وکړي.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه خصوصي روغتون د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی محصلینو د عملي کارونو لپاره ځانګړی سوی دی تر څو یاد محصلین پکښي عملي زده کړي ترسره کړي.

د وزارت څخه راغلي پلاوي د میرویس نیکه خصوصي روغتون  څخه لیدنه وکړل!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24