2022-03-23

د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره سول!

نن یکشنبه د حوت میاشتي پر ۲۹مه نېټه د ميرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د علمي شورا نوبتي غونډه د علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور په مشري ترسره سول، چي پکښي د یادي شورا غړو ګډون کړی و.

غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پیل سول ورپسې علمي مرستیال

ډاکټر نور خالق نور د تیري علمي شورا موضوعاتو ته لنډه کتنه وکړل.

همدارنګه د ۱۴۰۱ کال د پسرلني کانکور په اړه بحث وسو

تر څو یاده پروسه په بشپړ ډول په بریا سره د پلان مطابق بشپړ سي.

وروسته د اجنډا سره سم د اداراتو د نوي ۱۴۰۱ کال پر علمي او تدریسي پلانونو بحث وسو.

په غونډه کي پر یو لړ نورو متفرقه موضوعاتو هم خبرې وسوې او د غونډي په وروستۍ برخه کي ځیني مهم اسناد تاید کړل سول.

د یادوني وړ ده چي د هري میاشتي په وروستۍ نېټه علمي شورا ترسره کیږي او د پوهنتون په کچه تصامیم پکښي نیول کیږي.

د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24