2022-03-26

د دویشتمي دورې کانکور ازموینه واخیستل سول!

په یاده ازموينه کي ٧۰۰ اوه سوه تنه ښځنیه او نارینه برخوالو ګډون کړی و.

نن جمعه مبارکه د رواني حمل میاشتي پر پنځمه نېټه د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د ۲۲مي دورې

د کانکور په پرانيسته کي د میرویس نیکه تعلیمي او تحصیلي ګروپ عمومي رئیس ډاکټر نقيب الله افغان ټولو ګډون کوونکو ته ښه راغلاست ووایه او ورپسې یې د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې پر خدماتو رڼا واچول ښاغلي ډاکټر افغان د ازمویني ګډون کوونکو ته پوره ډاډ ورکړ چي د عالي تحصيلاتو په چوکاټ کي ټول خدمات تاسو ته محیا سوي دي تر څو ورڅخه په ښه ډول استفاده وکړئ.

ورپسې د ا.ا.ا د تحصيلاتو حوزوي کميسیون استازی ښاغلي سید سمیع الله قریشی محصلینو ته پوره ډاډ ورکړ چي امـ-ــارت به د ځوانانو د تحصيل په برخه کي پوره همکاره وي تر څو لا هم په دې برخه کي اسانتیاوي رامنځته کړي.

د مقدماتي برخي څخه وروسته ټولو ځوانانو ته د سوالونو کتابچې او جواب پاڼي وویشل سوې.

ازموینه په پوره شفافیت سره واخيستل سول او پایلي به یې ډیر ژر اعلان کړل سي. د یادوني وړ ده چي متفرقه کانکور ازموینه به د حمل میاشتي پر ۱۸مه نېټه واخيستل سي.

د دویشتمي دورې کانکور ازموینه واخیستل سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23