2022-03-26

کندهار نن بیا د یوې ویاړلي ورځي شاهد وو؛ میرویس نیکه پوهنتون سل تنه ځوان اقتصاد پوهان او مدير صاحبان ټولني ته وړاندي کړل!

نن شنبه د حمل میاشتي پر شپږمه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی د محصلینو فراغت غونډه ترسره سول.

په یاده غونډه کي د میرویس نیکه تعليمي او تحصيلي ګروپ عمومي رئیس ډاکټر نقیب الله افغان، د میرویس نیکه د روغتیایي علومو انستیتوت رئیس ډاکټر فاروق نعیمي، د محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو، اداري کارمندانو، استادانو، د ا.ا.ا استازو، د ټولني روحانینو، علماء کرامو، د دولتي او خصوصي ادارو مسؤلینو، د فارغانو والدینو، میندو او خویندو ګډون کړی و.

په پرانسته کي عمومي رئیس ډاکټر افغان ټولو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ مبارکي وویل، ښاغلي افغان وویل کلونه وړاندي مو اولادونه امانت په دې امید موږ ته را سپارلي وه، چي په لوړو زده کړو یې سمبال درته وسپارو نن الحمدالله هغه ورځ راغلې ده او د خپلو استادانو په زیار او هڅو ستاسو اولادونه په عالي تحصلاتو سمبال ټولني ته د خدمت لپاره وړاندي کیږي.

ډاکټر صاحب افغان هیله وښودل چي کورنۍ دي په خپلو اولادونو لا هم نوري لوړي زده کړي وکړي.

د اقتصاد پوهنځی رئیس ښاغلي محمد واسع صديقي د محصلینو پر تحصیلي بریاو رڼا واچول او تر څنګ يې یادو فارغانو او کورنۍ ته د دې ویاړ مبارکي وویل.

د کندهار ولایت د اقتصاد رئيس ښاغلي ملا عبدالسلام بریالي د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د رهبرۍ او استادانو څخه د زړه له تله مننه وکړل چي یو ستر خدمت ته یې مخه کړې ده او ځوان نسل روزي.

د محصلینو په استازولۍ ښاغلي شمس الدين کامران وینا وکړل چي د خپل تحصيلي مزل پر لوړو ژورو، خاطرو او زده کړو يې رڼا واچول، د استادانو څخه یې د زړه د تله مننه وکړل چي زحمت یې ورسره کښلی دی او د دولت څخه يې د یادو فارغانو پر کار ګمارلو هیله وکړل.

په پروګرام کي د ادبي خصوصي ښوونځی زده کوونکو ترانې وویلې او د غونډي په وروستیو کي ټولو فارغ محصلانو ته د عربي ژبي د الفبا د تورو مطابق د فراغت تصدیق پاڼي ورکول سوې.

د یادوني وړ ده چي څو ورځي وړاندي د طب پوهنځی په فراغت غونډه کي هم نژدې سل تنه ځوان ډاکټران ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول.

کندهار نن بیا د یوې ویاړلي ورځي شاهد وو؛ میرویس نیکه پوهنتون سل تنه ځوان اقتصاد پوهان او مدير صاحبان ټولني ته وړاندي کړل!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23