2022-03-27

میرویس نیکه پوهنتون اویا تنه ځوانان په لوړو زده کړو سمبال ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړل!

نن یکشنبه د حمل میاشتي پر اومه نېټه د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د ادارې او ډيپلوماسي څانګي او قضاء او څارنوالي څانګي د۱۴مي دورې محصلینو فراغت غونډه ترسره سول.

په یاده غونډه کي د میرویس نیکه تعليمي او تحصيلي ګروپ عمومي رئیس ډاکټر نقیب الله افغان، د میرویس نیکه د روغتیایي علومو انستیتوت رئیس ډاکټر فاروق نعیمي، د محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو، اداري کارمندانو، استادانو، د ا.ا.ا استازو، د ټولني روحانینو، علماء کرامو، د دولتي او خصوصي ادارو مسؤلینو، د فارغانو والدینو، میندو او خویندو ګډون کړی و.

په پرانسته کي عمومي رئیس ډاکټر افغان ټولو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ مبارکي وویل، ښاغلي افغان وویل کلونه وړاندي مو اولادونه امانت په دې امید موږ ته را سپارلي وه، چي په لوړو زده کړو یې سمبال درته وسپارو نن الحمدالله هغه ورځ راغلې ده او د خپلو استادانو په زیار او هڅو ستاسو اولادونه په عالي تحصلاتو سمبال ټولني ته د خدمت لپاره وړاندي کیږي.

د ډاکټر افغان په خبره چي د نورو امکاناتو تر څنک زموږ د حقوقو پوهنځی محصلینو ته هم د عملي زده کړي لپاره مجهز حقوقي کلینک چي محصلین په مسلکي ډول زده کړي پکښي کوي برابر سوی دی.

ښاغلي ډاکټر افغان په یاده غونډه کي د جنوب زون ټول معلول اشخاصو ته په اقتصاد، حقوق او روغتیايي څانګو کي وړیا سکالرشیفونه اعلان کړل.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی رئیس استاد ذبیح الله الهام د محصلینو پر تحصیلي بریاو رڼا واچول او تر څنګ يې یادو فارغانو او کورنۍ ته د دې ویاړ مبارکي وویل.

همدارنګه په غونډه کي د اجنډا سره سم د کندهار معارف رئيس، د استناف څارنوالي رئيس او د کندهار ښاروال ویناوي کړي چي د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د رهبرۍ او استادانو څخه يې د زړه له تله مننه وکړل او دا يې یو ستر خدمت وبللی، ښاروال په یادو فارغ محصلینو کي درو تنو ته په کندهار ښاروالي کي د دندي ورکولو ژمنه وکړل.

د والدينو په استازوالي ښاغلي بسم الله افغان مل وینا وکړل او یادو فارغ محصلینو ته يې د فراغت مبارکي وویل او د والدینو لپاره يې دا مسؤلیت یاد کړ چي خپل اولادونه د تعلیم په ستر نعمت سمبال کړي.

د محصلینو په استازولۍ ځوان فیضي او احمد نعماني ویناوي وکړې چي د خپل تحصيلي مزل پر لوړو ژورو، خاطرو او زده کړو يې رڼا واچول، د استادانو څخه یې د زړه د تله مننه وکړل چي زحمت یې ورسره کښلی دی او د دولت څخه يې د یادو فارغانو پر کار ګمارلو هیله وکړل.

د غونډي په وروستیو کي ټولو فارغ محصلانو ته د عربي ژبي د الفبا د تورو مطابق د فراغت تصدیق پاڼي ورکول سوې.

د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي د طب او اقتصاد پوهنځی په فراغت غونډه کي هم نژدې سل سل تنه ځوان ډاکټران او اقتصاد پوهان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سوي وه.

میرویس نیکه پوهنتون اویا تنه ځوانان په لوړو زده کړو سمبال  ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړل!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23