2022-03-28

رنګين شاعرانه ماښام!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د سپورټ او فرهنګي کمېټو په ګډه همکاري د رنګین شاعرانه ماښام تر عنوان لاندي پروګرام ترسره سو.

په یاد پروګرام کي د میرویس نیکه تعليمي او تحصيلي ګروپ عمومي رئيس ډاکټر نقیب الله افغان، د میرویس نیکه روغتیايي علومو انستیتوت رئيس ډاکټر فاروق نعیمي، د مرکز څخه راغلی د افغانستان د المپيک شورا لوی رئيس ښاغلی نظر محمد مطمئن، د ا.ا.ا استازو، د میروس نیکه پوهنتون فوټبال لوبډلي لوبغاړو، خبریالانو، شاعرانو، استادانو، ځوانانو او د ټولني علماء کرامو ګډون کړی و.

پروګرام د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پيل سو چي وروسته عمومي رئيس ډاکټر افغان د غونډي د ښه راغلاست وینا وکړل او تر څنګ يې ټولو ګډونوالو ته د سپورټ او فرهنګي چارو پر فعالیتونو او ارزښتونو رڼا وچول.

د اجنډا سره سم د افغانستان د المپيک شورا رئيس ښاغلي مطمئن کندهار د ادب او فرهنګ کور یاد کړ او خوښي يې وښودل چي په داسي یو رنګین ماښامني پروګرام کي کډون کوي او تر څنګ يې د پوهنتون د رهبري څخه مننه وکړل چي د تدريسي چارو تر څنګ ځوانان ورزش او فرهنګ ته هم تشویق کوي.

ورپسې مشاعره پيل سول چي ټولو شاعرانو په خپل وار سره په خپلو اشعارو او ترنم کولو سره یاده فضاء نوره هم رنګینه کړل او داسي نورو فرهنګي پروګرامو د ترسره کولو غوښتنه يې وکړل تر څو لا هم د ادب او فرهنګ نغری تود ساتل سوی وي.

د غونډي په ورستۍ برخه کي د میرویس نیکه پوهنتون او د افغانستان د المپيک شورا تر منځ ګډ تفاهم لیک لاسلیک سو چي ورزشکارانو ته پکښي د ځانګړي تخفیف سکالرشیفونه ورکول سول.

د یادوني وړ ده چي میرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د تدريسي چارو تر څنګ د سپورټ او فرهنګ برخي ته هم ځانګړې توجه کړې ده تر څو یادي برخي په کندهار کي هم پياوړي پاته سوي وي.

رنګين شاعرانه ماښام!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23