2022-04-05

د طب پوهنځی محصلینو ته د عملي کار لړۍ جریان لري!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی د اووم سمسټر محصلينو ته د عمومي جراحي مضمون اړوند په میرویس نيکه خصوصي روغتون کي عملي کار ترسره سو.

یادو محصلینو د عملي کار په جریان کي د استاد ډاکټر صاحب خان مصطفی څخه د اړوند موضوع په اړه پوره معلومات حاصل کړل او خوښي يې وښودل، چي د نظري زده کړو سره سره دوی ته د عملي زده کړو زمینه هم برابره ده.

د يادوني وړ ده، د طب پوهنځی محصلینو ته د ځانګړي مهالويش او د کریکولم مطابق وخت پر وخت عملي کار ترسره کیږي.

د طب پوهنځی محصلینو ته د عملي کار لړۍ جریان لري!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23