2022-04-05

په علمي ډاګر کي مو یو بل ویاړ مبارک سه!

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه د امريکا Educational Commission For Foreign Medical Graduates يا ECFMG او د بریتانيا General Medical Council يا GMC سره راجستر سوې ده.

د دې راجسترېشن په مرسته به د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځی دفارغانو اسناد د امريکا په متحده ايالاتو،‌ کاناډا او بريتانيا هېوادونو کي د اعتبار وړ وي.

له میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې څخه فارغ ډاکتران د فراغت په اسنادو کولای سي چي د نړۍ په هر هيواد کي خپلي وړتياوي ښکاره کړي.

دا ویاړ دي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې ټولو محصلینو ته مبارک وي.

همدارنگه د معالجوي طب پوهنځی برحاله او فارغ محصلین کولای سي

چي په ESMLE نړيواله ازموينه کي ګډون وکړي.

لینک: https://search.wdoms.org/home/SchoolDetail/F0005149

په علمي ډاګر کي مو یو بل ویاړ مبارک سه!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23