2022-04-07

د روغتيا نړيواله ورځ مبارک سه!

نن (پنج شنبه د حمل۱۸مه او د اپرېل7مه) چي د روغتیا نړیوالي ورځي په نوم نومول سوې ده میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه د یادي ورځي په مناسبت ټولو درنو هیوادوالو ته مبارکي وايي. لکه څرنګه چي روغتیا د انسان لپاره یو مهم اړخ دی چي باید پوره توجه ورته سوې وي نو د هیواد په روغتیایي برخه کي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی په درلودلو سره زیات شمېر مسلکي ډاکټران ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړي دي او همدارنګه يې د ټولني اقتصادي ستونزو ته په کتو سره د میرویس نیکه په نوم خصوصي روغتون جوړ کړی چي ټول روغتیايي خدمات يې په وړیا شکل ترسره کيږي. نو د روغتیا نړیوال سازمانونو او دولت څخه مو هیله دا ده چي د هیواد په روغتیايي برخو کي د خصوصي سکتور سره همکاره پاته سي تر څو په ګډو هڅو او فعالیتونو مو ټولنه د روغتیايي ستونزو څخه خلاصه کړې وي.

د روغتيا نړيواله ورځ مبارک سه!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23