2022-04-17

د طب پوهنځی د لابراتوار عملي کارونو لړۍ دوام لري!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی د شپږم سمسټر محصلینو ته د نظري زده کړو تر څنګ د بیوشمي مضمون اړوند د ویني کلیسم معاینات کولو موضوع په عملي توګه وښودل سول.

یاده موضوع د عمومي لابراتوارنو لارښود ښاغلي وحیدالله حقاني لخوا لومړی تشریح وروسته ورته عملي اجراء کړل سول، چي پر مهال يې محصلینو هم خپلي پوښتني وکړې.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی محصلینو د عملي کارونو لپاره د عمومي لابراتوارونو تر څنګ مجهز روغتون هم لري چي محصلين پکښي د استادانو په مرسته خپلي عملي زده کړي کوي.

د طب پوهنځی د لابراتوار عملي کارونو لړۍ دوام لري!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23