2022-04-25

د کتاب د نړيوالي ورځي اړوند

(د اپرېل ۲۳ مه کتاب ورځ)

ليکنه: ضمير صافی

ولې نن د کتاب نړیواله ورځ ده؟

که څه هم نږدې هر یو د خپلې خوښې کتابونو وخت ناوخت مطالعه کوي؛ ځینې ازاده مطالعه کوي، ځینې بیا د معلوماتو ډېرولو لپاره د کتاب پاڼې اړوي را اړوي، ځینې په ازموینه کې د پاتې کېدو له وېرې کتاب له غوږونو نیسي، خو داسې خلک هم شته چې مطالعه یې د ژوند مهمه برخه ګرځېدلې ده. یونېسکو یا د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان د هر زېږدیز کال اپرېل میاشتې په ۲۳مه د کتاب نړیواله ورځ نمانځي، خو اوس پوښتنه دا ده چې د دې ورځې تر شا څه انګېزه ده؟

د کتاب نړیوالې ورځې تاریخ:

په ۱۹۹۵ زېږدیز کال کې یونېسکو پرېکړه وکړه چې په دې نېټه د ځینو وتلیو لیکوالو د زېږېدو او مړینې تلینونه ونمانځي. دې سازمان د اپرېل ۲۳مه د کتاب او چاپ حقوقو نړیوالې ورځ لپاره یوه سېمبولیکه نېټه وټاکله، ځکه په دې نېټه په ۱۶۱۶ زېږدیز کال کې د ادبیاتو وتلی هسپانوي لیکوال مېګل ډي سروانټس، د انګلیسي ژبې نامتو ادیب وېلېیم شېکسپېیر او د پېرو هېواد نوموتی لیکوال انکا ګارسیلاسو ډيلا ویګا، مړه شوي دي.

همداراز، دا ورځ په دې خاطر هم نمانځل کېږي چې په دې ورځ د نړۍ مشهور لیکوال لکه فرانسوي ناول لیکوونکی میورېس ډرووان، اېسلنډي ناول لېکوونکی هالډر کې. لکسنېس، روسي الاصله امریکایي ناول لیکوونکی ولادیمیر نابوکوف، هسپانوي ژورنالېسټ جوسېف پلا او کولمبیایي لیکوال او ژورنالېسټ مېنول مېجیا والیجو، زېږېدلي او یا مړه شوي دي.

یونېسکو هر کال "د نړۍ کتاب پلازمینه" ټاکي چې د سږ ۲۰۲۱ کال لپاره یې د جورجیا هېواد پلازمېنه ټوبلیسي غوره کړې وه. یونېسکو او نورې اړوندې نړیوالې ادارې هر کال هڅه کوي چې د کتاب صنعت درې ستر سکټورونو - ناشرانو، کتاب‌پلورونکيو او کتاب‌تونونو - استازیتوب وکړي او له دې لارې خلکو ته د کتاب ارزښت بیان کړي.

همداراز، یونېسکو سږ کال په خپله وېب‌پاڼه کې لیکلي، لکه څرنګه چې دا ورځ د وېلېیم شکسپېیر د مړینې له تلین سره برابره ده، دوی دا ورځ د مطالعې دودولو، له کتاب سره د مینې زیاتولو، چاپ او چاپ حقوقو په اړه د عامه پوهاوي په موخه نمانځي. نو په همدې خاطر یې دا ورځ د نړۍ مشهورو ادبي څېرو د ستایلو په موخه وټاکله او له ګردې نړۍ څخه یې ټول زده‌کوونکي، ښوونکي او لوستونکي ننګولي چې نن ورځ مطالعه وکړي.

#مبارک_مو_شه

#کتاب #مطالعه #افغانستان

د کتاب د نړيوالي ورځي اړوند



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23