2022-04-28

ښاغلی داوري د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د رئيس په حيث معرفي کړل سو!

ښاغلی داوري د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د رئيس
په حيث معرفي کړل سو!

نن دوشنبه د رواني ثور میاشتي پر پنځمه نېټه ښاغلی فرهاد داوري د ميرويس نیکه تعليمي او تحصلي ګروپ عمومي رئيس ډاکټر نقیب الله افغان له لوري د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د رئيس په حيث اداري کارمندانو ته معرفي کړل سو.

د معرفت په یادو مراسمو کي د پوهنتون رهبري، 
اداري مسؤلينو او استادانو ګډون کړی و.

ډاکټر نقیب الله افغان لومړی د یادي پوهنځی د مخکني رئيس ښاغلي ذبیح الله الهام ښه مدیریت او هڅي وستایلې او مننه يې ورڅخه وکړل ورپسې يې ښاغلي داوري ته د یاد بست د مسؤليت سپارلو مبارکي وویل او په کارونو کي یې د لا بریالیتوب هیله وښودل.

داوري صاحب د رهبري او ټولو اداري همکارانو څخه مننه وکړل چي پر دوی يې باور وکړ او دا دروند مسؤلیت يې ورته وسپارئ همدارنګه هیله وکړل چي په کارونو کي به ورسره همکاره پاتیږي تر څو د پوهنتون ټاکل سوي اهداف په ښه ډول ترلاسه کړي.

د یادوني وړ ده چي ښاغلي فرهاد داوري د ماسټري تر کچي زده کړي کړي
چي په حقوقي برخه کي يې یو لړ کتابونه چاپ او فعلا په پوهنتونو کي محصلینو ته تدریس کیږي. نوموړی د دې وړاندي په هلمند کي د خصوصي پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی رئيس پاته سوی دی.

ښاغلی داوري د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د رئيس په حيث معرفي کړل سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23