2022-05-12

د مور نړیواله ورځ مو مبارک سه!

نن یکشنبه د ثور میاشتي ۱۸مه او د می میاشتي ۸مه د مور نړیوالي ورځي ته ځانګړې سوې ده، میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه د نړۍ ټولو میندو په خاص ډول افغان درنو میندو ته چي همېش له ستونزو، دردونو او کړاونو سره يې ژوند مخ دي مبارکي وايي.

د مور پر ارزښتونو که هر څونه خبري وسي بیا هم لږ دي،

ځکه مور د میني او عطفې سمبول دی او د اولاد لپاره یو الهي نعمت دی.

هیله ده چي ټول د مور قدر او احترام وکړو.

او څوک چي له دې سپیڅلي ميني څخه بې برخې دي ورته تسلیت وایو.

درنو محصلينو تاسو هم

د مور د ارزښت په اړه یوه یوه جمله کمینټ کي وليکئ

د مور نړیواله ورځ مو مبارک سه!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23