2022-05-12

د استادانو نوبتي غونډه دايره سوه!

پرون چهارشنبه د رواني ثور میاشتي پر ۲۱ مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د رئیس ښاغلي فرهاد داوري په مشري د استادانو سره غونډه ترسره سول چي پکښي د یادي پوهنځی د څانګو آمرینو او ټولو استادانو ګډون کړی و.

د غونډي په پيل کي لومړی د تیري غونډي موضوعاتو ته لنډه کتنه وسول،

ښاغلي داوري د پوهنځی د استادانو د هڅو څخه ستاینه وکړل.

ورپسې د اجنډا سره سم د نوي پیل سوي سمسټر پر علمي فعالیتونو او پلانونو بحث وسو، تر څو یاد د محصلینو د ظرفیت لوړوني جوړ سوی پلان تطبیق او عملي کړل سي.

همدارنګه د استادانو څخه غوښتنه وسول چي په ټولګيو کي د محصلينو پر حاضري نور هم جدي کنټرول وکړي تر څو یاده برخه نوره هم په ښه ډول مدیریت سوې وي.

د غونډي په وروستۍ برخه کي استادانو خپلي ستونزي شريکي کړې چي د پوهنځی د رئیس داوري صاحب لخوا يې د حل په موخه پوره ډاډ ورکول سو.

د یادوني وړ ده چي هره پوهنځی د جوړ سوي پلان مطابق د استادانو سره غونډي ترسره کوي تر څو چارو ته پر وخت رسيدګي سوې وي.

د استادانو نوبتي غونډه دايره سوه!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23