2022-05-19

موضوع: غربت څه دی او کوم لاملونه لري

لیکنه: میلاد ایاز

د اقتصاد پوهنځی محصل

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د محصلینو د مقالو برخه)

فقر: د لمړنیو اړتیاو ( خوارکي مواد، جامي، سرپنا) د پوره کولو وس او توان نلرولو ته ویل کیږي. د نړیوال بانک سازمان یې داسي را پیژني:

فقر لوږه؛ او د سرپنا نشتوالي ته ویل کیږي.

د فقر اړوند بیلابیل اقتصادي نظریات شتون لري د راهبانو په آند فقر یو داسي مرض دی چي علاج ته ضرورت نلري ځکه بنده او خدای سره وصلوي. د اسلام کامل دین دا نظریه بلکل غلطوي زموږ رسول ص داسي فرمایې( له فقر څخه پنا وغواړي).

فقر زیات لاملونه لري ځیني یي په لاندي ډول دي:

اوږد محاله جګړي، بي سوادي، زیات نفوس، د طبیعي سرچینو نشتون، او سیاسي بي ثباتي.

لوږه او فقر په ۲ برخو ویشل سوي دی.

ټاکنیزه لوږه: چي فرد خپله د لوږي سبب سوی یې، درست مالي مدیریت نکوي او غفلت کوي.

تحمیلي لوږه: چي آفراد پکښي رول نلري، سیاسي، اقتصادي او محیطي لاملونه لري.

د غربت اندازه کول:

ملګري ملتونو د غربت اندازه کولو طریقي په ۲ ډوله ویشلي دي

الف: نسبي فقر:

هغه فقر دئ، چي افراد په هغه کچه عاید ترلاسه نکړي، په کومه کچه چي دوی خپل د ژوند معیار په ټولنه کي ساتلای سي. په پرمختللو هیوادو کښي د فقر اندازه کول لکه امریکا چي په ۱۹۶۳ م کال کښي د فقر اندازه داسي ښودل کیده “ هغه کورني چي د لمړني اړتیاو ۳ برابره ونلري هغه په بیوزلو کورني کي شمیرل کیدي”

ب: مطلق فقر:

په وروسته پاته هیوادو کي د فقر اندازه کول د لمړني اړتیاو پر بنا کیږي؛ کومي کورني چي لمړني اړتیاوي پوره نکړي په بیوزولو کورني کي حسابل کیږي.

فقر او لوږه د ډیرو لویو ستونزو لامل ګرځي لکه بي سوادي، بیکاري، خوارځواکي او فساد.

دلته یي یو لنډ مثال ذکر کو چي لا ښه پوه سي.

یو غریب شخص د پیسو د نشتوالي له امله نسي کولي چي زده کړي وکړي له همدي امله بیکاره پاته کیږي، بیکاره کس نسي کولای چي د خپلي کورني او ځان لپاره په کافي اندازه خواړه برابر کړي له همدي امله یې روغتیايي حالت خرابیږي او کمزوري شخص د کار لپاره اړینه انرژي نلري غریب شخص په همدي توګه غریب پاته کیږه او بیا فساد ته مخه کوي لکه غلا، وژنه او داسي نور... په دي توګه فقر د نورو ستونزو عمده لامل دی.

مهاتما ګاندي وایې (بي وزلي فقر او غربت د تاوتریخوالي تر ټولو ناوړه بڼه ده.)

د فقر د له منځه وړلو لاري چاري او د حکومت مسولیتونه:

الف: د ټولو لپاره ( نارینه او ښځینه) زده کړي اجباري کول په وړیا توګه.

ب: د طبیعي سرچینو ښه مدیریت کول

ج: د نفوس کنټرول

د: پر هغه مدني فعالیتو بندیز چي ټولنه د غربت په دایره(circle) کي ساتي. لکه مثلاً ځیني خیریه بنسټونه ددي لپاره چي بي وزولو کورنیو ته کار برابر کړي برعکس د هغو سره په ډیره کمه اندازه مرستي کوي هغه اشخاص چي دا مرستي ترلاسه کوي د هغوی زهنونه بیا د کار کولو لپاره نه وي آماده؛ همیشه په دي خوشحاله وي چي په فقر او غربت کي ژوند وکړي او په خیراتونه خپل د ژوند لاري چاري مخته یوسي.

نیلسن منډیلا وایې( غربت طبیعي ندی دا د انسانانو جوړ دی.) پورتنۍ وینا سمه ده ځکه د غربت او فقر لاملونه عموماً د انسانانو لخوا را منځه ته کیږي.

موضوع: غربت څه دی او کوم لاملونه لري



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23