2022-05-25

د وزارت راغلي پلاوي د اداري او تدريسي بهیر د فعالیتونو ارزونه وکړل!

نن پنج شنبه د رواني ثور میاشتي پر ۲۹مه نېټه د لوړو زده کړو وزارت راغلي پلاوي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د اداري او تدريسي بهیر د چارو ارزونه پر داسي مهال وکړل چي د یادي مؤسسې مشرتابه او ټېم يې ملتیا کول.

یاد پلاوی چي مشري يې محترم قاضي عبدالباري غفاري د څارني او ارزوني آمر کول ورسره مل ښاغلی مستقیم نظامي د قوانيو د تطبیق کار پوه او استاد پوهنمل احمدالله هلالي د کندهار پوهنتون د علمي شورا او د تضمین کیفیت مسلکي غړي ګډون درلود.

د پوهنتون لخوا لومړی یاد پلاوي ته ښه راغلاست وویل سو تر هغه وروسته پلاوي د ټولو ادارتو څخه لیدنه وکړل چي پر مهال يې د اړوند ادارو مسؤلینو پوره معلومات ورکړل همدارنګه پلاوي د مؤسسې د کتابتون، لابراتورا، کمپيوټر لېب، ټولګیو، مجلس خونه، حقوقي کلینک او نورو مراکزو په لیدلو يې زیاته خوښي څرګنده کړل.

د لوړو زده کړو وزارت په استازيتوب یاد پلاوي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې مشرتابه او ټېم ته د پوره همکارۍ کولو ډاډ ورکړ او په علمي ډګر کي يې د دوی کړي هڅي او فعالیتونه د ستایني وړ وګڼل.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د ارزونو دوهم پړاو په پوره بریا سره بشپړ کړی او دا مهال دریم پړاو ته کانديد ده.

نشراتو آمریت

د وزارت راغلي پلاوي د اداري او تدريسي بهیر د فعالیتونو ارزونه وکړل!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23