2022-05-25

د ثور میاشتي علمي شورا نوبتي غونډه ترسره سول!

نن شنبه د ثور میاشتي پر ۳۱مه نېټه د ميرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د علمي شورا نوبتي غونډه د علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور په مشري ترسره سول، چي پکښي د یادي شورا غړو ګډون کړی و.

په پيل کي علمي مرستیال ښاغلي ډاکټر نور خالق نور د تیري علمي شورا موضوعاتو ته لنډه کتنه وکړل.

وروسته د اجنډا سره سم د مؤسسې د اروزني پر لاسته راوړنو بحث وسو

او د ټولو ادارو د فعالیتونو ستاینه وسول.

ورپسې د پوهنځیو د شل سلنه ازموينو پر لړۍ بحث وسو تر څو یاده پروسه د ازموینو کمېټې تر نظارت لاندي په پوره شفاف ډول بشپړ سي.

همدارنګه د ادارتو ځيني مهم اسناد تاید کړل سول.

د علمي شورا په لړ کي د اجنډا سره سم پر یو شمېر نورو متفرقه

موضوعاتو هم بحثونه او خبرې وسوې.

د یادوني وړ ده چي د هري میاشتي په وروستۍ نېټه علمي شورا ترسره کیږي او د پوهنتون په کچه تصامیم پکښي نیول کیږي.

د ثور میاشتي علمي شورا نوبتي غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23