2022-06-06

د کمپيوټر اونيز کورس محصلینو ته د فراغت سندونه ورکول سول!

نن پنج شنبه د رواني جوزا میاشتي پر ۵مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معلوماتي ټکنالوژي مرکز او نشراتو امریت په ګډه همکاري د کمپيوټر د فاورپينټ اونیز کورس فراغت غونډه ترسره سول.

په یاده غونډه کي د پوهنتون مالي او اداري مرستیال،

د پوهنځيو استازو ، اداري کارمندانو، استادانو او محصلینو ګډون کړی و.

غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونه پيل سول وروسته د پوهنتون په استازولي مالي او اداري مرستیال ښاغلي ریحان د محصلينو لپاره دا ډول لنډ مهاله کورسونه د ظرفیت لوړوني په برخه کي زیات اړين وبلل.

وروپسې د بشري سرچنيو آمر ښاغلي شکران یاد کورس د هر محصل لپاره ارزښت لرونکی یاد کړ تر څو محصلین په کاري ساحو کي په ښه ډول ورڅخه ګټه پورته کړي.

همدارنګه د کورس لارښود استاد انجنیر امین الله رسولي لومړی ټولو محصلینو ته د یاد کورس د بشپړېدو مبارکي وویل او د نورو محصلینو څخه یې هم وغوښتل تر څو په داسي اړینو پروګرامونو کي برخه واخلي.

د یاد اونیز کورس په اړه محصلینو د پوهنتون د رهبري او ټيم څخه ځانګړې مننه وکړل چي د دوی لپاره يې دا ډول ګټور پروګرامونه په لاره اچولي دي

او د دې لړۍ د لا دوام غوښته يې کول.

د ویناو برخي څخه وروسته د فراغت سندونو د ویش بهیر پيل سو چي د ادارې لخوا ترتیب سوي سندونه د استادانو او اداري کارمندانو له لوري محصلینو ته ورکول سول.

د کمپيوټر اونيز کورس محصلینو ته د فراغت سندونه ورکول سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23