2022-06-06

د طبي اوليه خدماتو وړيا اونيز کورس پيل سو!

نن شنبه د رواني جواز میاشتي پر ۷مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د عمومي لابراتوار څانګي او نشراتو آمریت په ګډه همکاري د اولیه روغتیايي ستونزو (First Aid Training) د مخنيوي په موخه وړیا اونیز کورس پيل سو.

چي زیات شمېر محصلینو پکښي ګډون کړی و، یادو محصلینو ته به د جوړ سوي پلان مطابق لاندي موضوعات په عملي توګه د مسلکي استادانو لخوا وښودل سي لکه د پېچکارۍ لګول، د کېنولې پاسول او د سيروم لګول شامل.

نوموړی کورس به یوه اونۍ دوام وکړي چي ګډونوالو ته به د حاضرۍ مطابق د فراغت سندونه هم ورکول سي.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه وخت پر وخت د محصلینو د ظرفیت لوړوني په موخه لنډمهاله ورکشاپونه او ټرینیګونه په لاره اچولي دي.

د طبي اوليه خدماتو وړيا اونيز کورس پيل سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23