2022-06-06

د خويندو لپاره ځانګړی د کمپيوټر اونيز کورس جریان لري.

د تيري شنبې په ورځ د رواني جوزا میاشتي پر ۷مه نېټه د ميرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د جنډر امریت او کارموندني مرکز په ګډه همکاري یاد اونيز کورس په وړیا شکل خپل تدريسي بهیر پیل کړ.

په یاد کورس کي خویندو ته د ښځينه مسلکي استادي په مرسته د کمپوټر فاور فوینټ پروګرام په عملي توګه تدریس کيږي او د سمینار جوړولو طریقې ورته ښودل کیږي تر څو په یادو برخو کي د خویندو ستونزي حل سوي وي.

نوموړی کورس محصلينو ته په وړیا ډول تدریس کیږي

چي یوه اونۍ به دوام وکړي.

د یادوني وړ ده چي د کورس تر بشپړېدو وروسته به ټولو

ګډونوالو ته د یاد پروګرام د فراغت سند هم ورکول سي.

د نشراتو آمريت

د خويندو لپاره ځانګړی د کمپيوټر اونيز کورس جریان لري.



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23