2022-06-06

د RAWNAQ-Cordaid نړيوالي مؤسسې استازو د پوهنتون څخه لیدنه وکړل!

نن چهارشنبه د رواني جوزا میاشتي پر ۱۱مه نېټه د RAWNAQ-Cordaid نړيوالي مؤسسې استازو د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د اداري چارو څخه لیدنه وکړل.

راغلو استازو د پوهنتون د لیدني پر مهال خوښي څرګنده کړل او تر څنګ يې علمي نهادونه د ټولني د پرمختګ کولو یو مهم اصل یاد کړ.

یاده مؤسسه چي په تجارتي برخه کي فعالیت کوي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی سره يې د یو لړ همکاریو ژمنه وکړل او تر څنګ یې د هوکړه لیک غوښتنه وکړل چي په نږدې وختونو کي به لاسلیک کړل سي.

د لیدني په وروستۍ برخه کي د معلوماتو د لاښه توب په موخه یادو استازو ته د نشراتو آمریت له لوري د میرویس نیکه پوهنتون پېژندني کتلاک، علمي مجلې، د فعالیتونو خبري بولټین او د اقتصاد پوهنځی اړوند معلوماتي بروشرونه ورکول سول.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه د هیواد په داخل او خارج کي د یو شمېر نړیوالو مؤسساتو سره د علمي همکاریو ګډ تفاهم لیکونه لري.

د RAWNAQ-Cordaid نړيوالي مؤسسې استازو  د پوهنتون څخه لیدنه وکړل!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23