2022-06-06

خبرتیا/اطلاعیه

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د قضاء او څارنوالي څانګي د شپږم،

اووم او اتم سمسټر د محصلينو د پام وړ!

د ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې حقوقي کلينيک په پلان کي لري چي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د قضا او څارنوالي څانګي د شپږم، اووم او اتم سمسټرونو څخه (۲۵) تنه محصلین جذب کړي،

تر څو یاد محصلین په حقوقي برخو کي یو کلنه روزنه ترلاسه کړي.

نوموړی یو کلن حقوقي زده کړو ورکشاپ به په وړیا توګه د حقوقي کلینیک تر چتر لاندي مخته وړل کیږي او محصلینو ته به د متخصصو حقوقپوهانو، مدافع وکيلانو، څارنوالانو او قاضيانو لخوا حقوقي عملي زده کړو بېلابېل پروګرامونه په لاره اچول کېږي.

د یاد یو کلن عملي زده کړو ورکشاپ لپاره نوم لیکنه

د جوزا میاشتي تر ۱۶مي نېټې پوري جریان لري،

د نوم لیکني شرایط:

۱- د پوهنتون کارټ درلودل.

۲- د تذکرې رنګه کاپي.

د نوم لیکني د پروسې څخه وروسته د ګډونوالو څخه

په تحريري او تقريري بڼه ازموینه اخيستل کیږي،

د دواړو پروسو د بشپړ کولو وروسته هغه محصلین چي

پر شرایطو برابر وي د ورکشاپ لپاره جذبیږي.

ازموینه د جوزا مياشتي پر ۱۹ نېټه د ماپښين پر دوې بجې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی او حقوقي کلينيک لخوا په ګډه همکاري په ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسه کي اخيستل کېږي.

یادونه: ټولو ګډونوالو ته د ورکشاپ بشپړ کولو څخه وروسته

د فراغت سند هم ورکول کیږي.

خبرتیا/اطلاعیه



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23