2022-06-06

د طبي اوليه خدماتو وړيا اونيز کورس جریان لري!

یاد کورس چي د رواني جوزا میاشتي پر ۷مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د عمومي لابراتوار څانګي او کارموندني مرکز په ګډه همکاري د اولیه روغتیايي ستونزو (First Aid Training) د مخنيوي په موخه پیل سوی سو نن پنج شنبه يې د زده کړو لړۍ پای ته ورسېدل.

د شنبې په ورځ به د ټولو ګډون کوونکو څخه ازموینه واخيستل سي، د ازمویني د پایلو د اعلان وروسته به بريالیو اشخاصو ته د فراغت سندونه هم ورکول سي.

هیره دي نه وي چي محصلینو ته د پلان سره سم لاندي موضوعات په عملي توګه د مسلکي استاد لخوا وښودل سول لکه د پېچکارۍ لګول، د کېنولې پاسول او د سيروم لګول شامل.

د یادوني وړ ده چي یاد کورس به په راتلونکو اونيو کي د ښځينه محصلینو لپاره هم پيل سي تر څو ټولي خویندي د اوليه طبي زده کړو څخه برخمني سوي وي.

د طبي اوليه خدماتو وړيا اونيز کورس جریان لري!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23